ننګرهار؛ د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ په دوام درې لوبې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۸:۳۴
ننګرهار؛ د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ په دوام درې لوبې وشوې

د افغانستان ټېپ بال ټورنمنټ په دوام، چې په ننګرهار ولایت کې جوړ شوی دی، نن سه شنبه درې لوبې ترسره شوې.

لومړنۍ لوبه د بلو ټایګرز او نارت لاینز تر منځ وشوه، لومړی توپ وهنه بلو ټایګرز وکړه او په لسو اورنو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۱۲۰ منډې هدف کېښود. په ځوابي بېټنګ کې نارت لاینز یاد هدف د شپږم اور په وروستي بال پوره کړ. د دې لوبې غوره لوبغاړی ابراهیم احمدي ونومول شو، چې ډېرې ویکټې یې اخیستې وې.

د نن ورځې دویمه لوبه له غرمې وروسته د ټیټانز سوت او ویسټرن ووریز لوبډلو ترمنځ وشوه، ټیټانز سوت په لسو اورونو کې ۷۹ منډې جوړې کړې، چې ویسټرن ووریز لوبډلې د شپږم اور په دویم بال یاد هدف پوره کړه او بریا یې خپله کړه.

د دې لوبې غوره لوبغاړی وسیم شینواری شو، چې په دوو اورونو کې یې اته منډې ورکړې او درې ویکټې یې اخیستې وې.

د نن ورځې وروستۍ لوبه د ایسټ ایګل او سنرایز ترمنځ وشوه، ایسټ ایګل په لسو ټاکلو اورونو کې ۱۶۶ منډې هدف مقابلې لوبډلې ته کېښود، چې سنرایز لوبډلې په اتو اورونو کې یاد هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی وهاب ونومول شو، چې په ۳۱ بالونو یې ۹۳ منډې جوړې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS