هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل ختيځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو سياليو کې د ارزگان، غزني، زابل، کندهار او کوربه هلمند لوبډلو گډون کړی، چې په پيليزه لوبه کې يې کندهار لوبډلې خپلې سيالې غزني لوبډلې ته د ۱-۰ گول په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دا سيالۍ د زون په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره کېږي او پنځه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې حیدري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۲۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ الف لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ الف لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د سباوون هاشمي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۶/۲۷ - ۱۷:۵۲
Background image

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS