پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ د سنوکر قوانين عملي کولو او د ځوانانو د يووالي په موخه وشوې، چې په پايله کې يې ډاکټر آغا لومړی، سيد انور دويم او طاهر خان بيا درېيم مقام خپل کړ.
