په دایکندي ولایت کې د فوټبال سیالۍ د آریانا مهر په اتلولۍ پای ته ورسېدې
په دایکندي ولایت کې چې د ځوانانو د ملاتړ اومخدره توکو څخه د لېري والي ترعنوان لاندې د فوټبال سیالۍ پیل شوې وې د آریانا مهر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دې سیالیو کې د فوټبال ۱۷ لوبډلو ګډون درلود چې پایلوبې ته یې د آریانا مهر او اتحاد شهرستان لوبډلو لار ومونده چې د اریانا په اتلولۍ تمامه شوه.
دا سیالۍ د دایکندي د بدني روزنې او ورزش امریت او همدارنګه د دې ولایت د شهرستان ولسوالۍ د ښاروالۍ په همکارۍ پیل شوې وې.
د سیالۍ په پای کې غوره لوبغاړي ته جایزې او مډالونه ډالۍ شول
