بغلان کې د ۳۰ جوړو ترمنځ د محلي غېږنیونې سیالۍ وشوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۰:۵۱
بغلان کې د ۳۰ جوړو ترمنځ د محلي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د ورزشي آمریت او کورش فدراسیون له لوري د یاد ولایت او کندز د ۳۰ جوړو ترمنځ د محلي غېږنیونې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د بغلان ولایت ډنډغوري ولسوالۍ شهر نو سیمه کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې، چې د دواړو ولایتونو د فدراسیونو د مسؤلینو ترڅنګ پکې د ورزش ګڼ شمېر مینوالو هم ګډون کړی وو.

د دې سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د دواړو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ سالم رقابت وو.

یاده دې وي چې د یادو سیالیو په پای کې غوره ورزشکاران د مسؤلینو له لوري وستایل شول او مالي ملاتړ یې هم وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS