په بامیان ولایت کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۱:۱۸
په بامیان ولایت کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د باميانو ولايت د واليبال فدراسيون د دغه ولايت د ورزش له امريت سره په همغږۍ ولایتي لوبغالي کې د څلورو لوبډلو بند امير اول، د بند امير دويم، د کهنه ښارګوټي د ځوانانو ټيم او د يکاولنګ د ټيم ترمنځ سيالۍ پيل کړې.

په دې پروګرام کې د ورزش مسوولینو او نورو ولایتي چارواکو برخه اخیستې وه، چې سیالۍ یې له نږدې وکتلې او ورزشکارانو ته یې د بریا هیله وکړه.

د دغو سیالیو په پایله کې د بند امیر دویم ټیم لومړی، د یکاولنګ ولسوالۍ دویم ټیم دویم او د بند امیر اول ټیم ​​درېیم مقام خپل کړ.

د سیالیو په پای کې ګټونکو لوبډلو ته ځانګړي شوي مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۰
Background image

پکتیا؛ په مرکز ګردېز کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند ووشو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ذوالفقار کلپ کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

BACK TO NEWS