پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مېر احمدزي او عثمان لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه عثمان لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف کېښود، په ځواب کې مېر احمدزي لوبډلې د ياد هدف د لوبې په ۱۲م اور کې ترلاسه کړ او د ۵ ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
دا سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره وشوې، چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ.
