خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز متون ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د نصیر جان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې نصیر جام لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې اسد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
