د کابل ښار د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۸
د کابل ښار د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري د ورزش ادارې په ميوند ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار له بېلابېلو کلبونو څخه د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پیل په مراسمو کې د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رئيس مولوي عتیق الله خالد، د کورش فدراسيون فني او مسلکي مرستيال محمد اشرف تقدیر او د کورش ورزشکارانو ګډون کړی وو.

دغه سيالۍ د ځوانانو او د لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو او د ۶۰ کيلو ګرام څخه تر +۱۰۰ کيلو ګرام پورې په بېلابېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي، په پايله کې به يې ۵۶ ورزشکاران، چې ۲۸ تنه د کورش او ۲۸ تنه د سامبو برخې منتخبو لوبډلو ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د کابل ښار د کورش او سامبو منتخبو لوبډلو ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي، چې درې ورځې به دوام وکړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۸
Background image

د کابل ښار د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او سامبو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د کورش ملي فدراسيون له لوري د ورزش ادارې په ميوند ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار له بېلابېلو کلبونو څخه د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۹:۴۲
Background image

خوست؛ په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې يوه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۵:۱۰
Background image

ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

BACK TO NEWS