ارزګان کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې حبيب لوبډلې لومړی، کارېز لوبډلې دويم او ج.هادي لوبډلې درېيم مقام خپل کړ.
