عوض کېنګ لوبډله د GPL سیالیو اتلولۍ خپل کره.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۰
عوض کېنګ لوبډله د GPL سیالیو اتلولۍ خپل کره.

څو اوونۍ وړاندي د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ اړوندو کلو لوبډلو ترمنځ د کرکيټ سيالۍ د GPL په په نوم پېل شوې وه ، چې وروستي پړاو سیالۍ کې عوض کېنګ د خیربندۍ اتلانو لوبډلې پر وړاندي د لوبې ډګر ته ودانګل ، چې عوض کېنګ لوبډلې وکولی شو چې د نوموړي سياليو اتلولۍ پخپل نوم کړې .

ياده سيالۍچې ګوشتې ولسوالۍ کې د کرکټ ورزشي لوبغالى کې جوړه شوې وه پکې د ګوشتې ولسوالۍ د بېلا بېلو قریو تر څنګ د ننګرهار ولایت او يوشمير ولسواليو څخه د ورزش مينه والو ګډون درلوده .

د ګوشتې ولسوالۍ ځوانان وايي ،ورزش ولسونو ته د سولې او امن پېغام ورکوي ، نور د ګوشتې اوسیدونکي جنګ نه غواړي او د جنګ پر ځای سوله غوښتونکې دي او همدارنګه ورزش لپاره به لازياد کار وکړي.

هېره دې نه وي ، چې ګټونکي لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل او بایلونکې ټیم ته ځانګړي انعامات هم ورکړل شوو .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS