خوست: نسیم منګل خوست ته ستره بریا ور په برخه کړه.

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۱:۱۹
خوست: نسیم منګل خوست ته ستره بریا ور په برخه کړه.

د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو په دوام، نن د خوست په ملي کرکټ لوبغالي کې د تخار لوبډله د کوربه ولایت له ب لوبډلې سره مخ شوه.

د دې لوبې پچه د تخار لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د تخار توپ اچوونکو د خوستي توپوهونکو پر وړاندې ښه توپ اچونه وکړه او د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي یې په ۴۰ اورونو کې په ۱۶۴ منډو له ډګره بهر کړل.

د کوربه لوبډلې له پاره اکبر علي ۴۸ او لوبډلمشر نسیم منګل ۴۰ منډې جوړې کړې.

د تخار له پاره بلوچ ۳، نعیم الله، امین ساحل او عیسی خان هر یوه دوه او شبیر احمد یوه وېکټ ترلاسه کړه.

خوستۍ ب لوبډلې له خپل هدف څخه ښه دفاع پیل کړه، چې د یوې جالبې لوبې وروسته یې د تخار ولایت لوبډله په ۱۴۸ منډو له ډګره بهر کړه او په ۱۶ مندو یې بریا خپله کړه.

د تخار له پاره یې لوبډلمشر امین ساحل نیمه سلیزه جوړه کړه ، خو لوبډله یې تر بریا ونشوه رسولی.

د خوست ب لوبډلې له پاره لوبډلمشر نسیم منګل بهترین باولینګ وکړ او ۵ وېکټې یې ترلاسه کړې.

د نوموړي ترڅنګ ګوهر ارمان ۳ او عبدالمجید سنګین ۲ لوبغاړي د سیالۍ له ډګره بهر کړل.

نسیم منګل، چې هم یې ۴۰ منډې جوړې کړې وې او هم یې د خپلې لوبډلې په ګټه د تخار ۵ وېکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۷:۲۹
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۵۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلیو ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د اڅکي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۴۹
Background image

هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS