پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ فوتبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ارګون ولسوالۍ اړوند بالیش لوبغالي کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ فوتبال سیالۍ پیل شوې.
د يادو سیالیو په پيليزه لوبه کې ستاره های بالیش د ۳-۰ گولونو په توپیر خپلې سیالې کاروان کلشاخېل ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
