پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۲:۴۰
پکتیا؛ روحاني بابا ولسوالۍ کې د نيزه وهنې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د نېزه وهنې، وزلوبې او سیمه ییزو لوبو فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ، چې په لاین سینگل او سیکشن برخو کې وشوې، په پایله کې حاجي ظفر لوبډلې د ۳۶ امتیازونو په خپلولو سره لومړی، حاجي جنت گل لوبډلې د ۳۴ امتیازونو سره دویم او حکمران لوبډلې بيا د ۲۸ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

د يادو سیالیو موخه د نيزه وهنې لوبې ته وده ورکول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرو وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۰
Background image

خبرتیا!

د غزني ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۵۰
Background image

بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د پستې ګل ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ابکمري ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په موسوم سيمه کې د پستې ګل په نوم د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ورزشي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

پکتيکا کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ. . .

BACK TO NEWS