پکتيکا کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې.
دا سيالۍ، چې له مرکز نجيب څلور لارې څخه تر مټا خان ولسوالۍ پورې په ۱۳ کليو متري واټن کې ترسره شوې، په پايله کې يې محبوب الله لومړی، محمد اصف دويم او نصرت الله بيا درېيم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د بايسکل ځغلونکو فزيکي وړتياوو لوړول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
