بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د پستې ګل ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۵۰
بادغیس؛ ابکمري ولسوالۍ کې د پستې ګل ورزشي جشنواره پای ته ورسېده

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ابکمري ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د يادې ولسوالۍ په موسوم سيمه کې د پستې ګل په نوم د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ورزشي جشنواره ترسره شوه.

په دغه ورزشي جشنواره کې د هلمند، غور او بادغیس ولایتونو پهلوانانو د ۶۰، ۸۰ او ازاد وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې عبدالصمد رحيمي په ۶۰ کيلو ګرام کې لومړی، محمد سخي په ۸۰ کيلو ګرام کې لومړی او حامد روفي په ازاد وزن کې لومړی مقام خپل کړ.

د يادې ورزشي جشنوارې موخه دوديزې لوبې دودول، د يووالي روحيه پياوړي کول او د پهلوانانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کول و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۸
Background image

ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شګي محب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۴
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د رسۍ کشولو سيالۍ د خال محمد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ښاروالۍ چمن کې د څلورو لوبډلو د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳۲
Background image

تخار؛ مرکز تالقان کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد د مرکز تالقان په ښاروالۍ چمن کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سيمه ييزې سيالۍ وشوې، چې يوه. . .

BACK TO NEWS