ننگرهار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۳:۰
ننگرهار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له کابل، وردگ، باميان او ننگرهار ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبه کې کابل سرې میاشتې لوبډلې خپلې سيالې ننگرهار عمرزي لوبډلې ته د ۱۹ پر ۱۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

دا سيالۍ راتلونکو لوبو ته د لوبغاړو د لا ښه چمتوالي په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۱۷
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شورتپه ولسوالۍ په دالي کلي کې د ۹۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۱۵
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۱۰
Background image

نورستان؛ مرکز پارون کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پارون کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS