د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله
له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.
افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې له درېوو بریاوو او دوو ماتو سره په درېیم مقام کې ځای خپل کړ.
افغانستان به خپله راتلونکې لوبه نن شپه له نمیبیا سره ولري.
یادې سیالۍ د ۱۹۰ هېوادونو په ګډون د آزربایجان په کوربهتوب نن( د اکتوبر ۲۴مه) پیل شوي، چې افغانستان به په AE ګروپ کې له روسیې، ترکیې، سیرالیون، سوډان او جیپوټي هېوادنو سره سیالۍ ولري.
