ننگرهار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د باسکټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د باسکټبال سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له کابل، وردگ، باميان او ننگرهار ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبه کې کابل سرې میاشتې لوبډلې خپلې سيالې ننگرهار عمرزي لوبډلې ته د ۱۹ پر ۱۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ راتلونکو لوبو ته د لوبغاړو د لا ښه چمتوالي په موخه وشوې او يوه ورځ يې دوام وکړ.
