کندز کې د پنځو ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۷:۲۸
کندز کې د پنځو ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په منگ تپې سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له جوزجان، فاریاب، بغلان، تخار او کندز ولایتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۴۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه د کندز پهلوانانو له زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

خوست؛ یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یعقوبیو صبریو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د صحرا ټایګرز لوبډلې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۱:۲۰
Background image

غور؛ دولتيار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۷:۲۸
Background image

کندز کې د پنځو ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په منگ تپې سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS