کندز کې د پنځو ولايتونو پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په منگ تپې سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له جوزجان، فاریاب، بغلان، تخار او کندز ولایتونو څخه پهلوانانو گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۴۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او همدارنگه د کندز پهلوانانو له زياتو برياوو سره لومړی مقام خپل کړ.
دا سيالۍ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
