کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې، نېزه وهلو او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ د ریګ باسوس سیمه کې د ۵۰ چاپندزانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د میدان حکم له لوري یو اخرالاق اعلان شو، چې عبدالحی پهلوان خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د جایزې ګټونکی شو. د یادو سیالیو موخه د چاپندزانو لا ښه چمتووالی او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۹
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو دوستانه سیالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د ملي لوبډلو د نویو ځوانانو او ځوانانو د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۵
Background image

په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

په دغو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۲
Background image

دایکندي؛ کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS