په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳۵
په ننګرهار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال‌اباد ښار په دويمه ناحیه کې د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ پیل شوې.

په دغو سياليو کې د ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان او کابل ولایتونو څخه ټولټال ۸۴ تنو ورزشکارانو ګډون کړی او يوه اوونۍ به دوام وکړي.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ننګرهار او کابل ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ وشوه، چې پکې عزیز له کابل ولايت څخه خپل سيال تاج محمد د ننګرهار ولايت ورزشکار ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۲۳
Background image

بامیان مرکز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ او د ورس ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ياد ولايت د مرکز په کوه بابا ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د سنوکر افغان ورزشکار په نړۍ‌والو سیالیو کې د بزنزو مډال خپل کړ

د سنوکر افغان ورزشکار رئیس خان سن‌زي د سنوکر نړۍ‌وال جام سیالیو د انفرادي لوبو په نیمه پایلوبه کې د پاکستاني سیال پر وړاندې ۴ - ۱ میدانونو په توپیر ماته ومنله او د برونزو مډال ګټونکی شو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۱۱
Background image

پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خیر کوت ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ د یوسف خېلو اتفاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS