پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د شپږو لوبدلو ترمنځ د فوټبال اووم پړاو پریمر لیګ سیالۍ پیل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اووم پړاو دوراني سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د نصر الله او بابا لوبډلو ترمنځ د یو، یو ګول په وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.