خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۰:۲۰
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري او د شاپور پټان په مالي ملاتړ د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په مالي کلي کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د "پټان جام" په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې حسن زيو هجرت الله لوبډلې خپلې سيالې ذبيح الله لوبډلې ته د ۳۱ پر ۲۷ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا يوه مياشت دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS