غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې فيروزکوه لوبډلې خپلې سیالې وحدت لوبډلې ته د ۳۴/ ۱۶ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
