د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲۳ - ۸:۳۵
د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې مشرتابه پلاوي نن له غرمې وروسته د المپیک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د ټولو ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره وکتل.

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن د ورزشي فدراسیونونو ټولو رئیسانو ته د هغوی د راتګ هرکلی وویل او لومړی یې د ورزشي ټولنې د وروستیو اتلولیو او لاسته راوړنو له امله ټولو ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې ستاسو هڅې دي چې زموږ لوبغاړي په دک لاس هېواد ته راستانه کیږي.

ښاغلي مطمئن د ورزشي فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په مرکز او ولایتونو کې باید ورزشي پروګرامونه پیل شي، څو ورزشکاران له ورزش څخه لرې پاتې نه شي.

ورپسې د ورزشي فدراسیونونو رئیسانو د ورزشکارانو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د ورزش ریاست له مشرتابه یې وغوښتل چې د ورزشکارانو د ملاتړ په برخه کې له هیڅ راز امکاناتو څخه ډډه ونه کړي.

په پای کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس نظرمحمد مطمئن د ټولو ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره ژمنه وکړه‏ چی د لوبو ډګر به له سياسي، ګوندي او ژبني تعصبه پاک ساتو، د لوبغاړو حقونه به ورکوو، لوبغاړي به هڅوو او د لوبغاړو څخه به په هيڅ نوم پيسې نه اخيستل کيږي.

لوبغاړي هيواد ته وياړ راوړي؛ موږ يې درناوی کوو همدا رنگه موږ ژمن یو چې د ورزشکارانو د ستونزو د حل لپاره به اقدام کوو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې له ورزش او ورزشکارانو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۰
Background image

د بامیان مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز په شاه فولادي دره کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتفاق ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د یادو. . .

BACK TO NEWS