هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۷ - ۲۲:۱۴
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت به مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د هلمندي ستورو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې هلمندي ستورو لوبډلې د ٢ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې نوي فولاد لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د فوټبال راتلونکو سیالیو ته د لوبغاړو د لا چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې میوند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

د لغمان په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري او د یاد ولایت د مرکزي زندان په همغږي د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیخ مټي الف لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS