د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 14 2021 8:35 AM
د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

د ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره د بدني روزنې او ورزش او المپیک ملي کمیټې د سرپرست ناسته

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې مشرتابه پلاوي نن له غرمې وروسته د المپیک ملي کمېټې د غونډو په تالار کې د ټولو ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره وکتل.

د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس انجنیر نظرمحمد مطمئن د ورزشي فدراسیونونو ټولو رئیسانو ته د هغوی د راتګ هرکلی وویل او لومړی یې د ورزشي ټولنې د وروستیو اتلولیو او لاسته راوړنو له امله ټولو ته مبارکي وویله او ټینګار یې وکړ چې ستاسو هڅې دي چې زموږ لوبغاړي په دک لاس هېواد ته راستانه کیږي.

ښاغلي مطمئن د ورزشي فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په مرکز او ولایتونو کې باید ورزشي پروګرامونه پیل شي، څو ورزشکاران له ورزش څخه لرې پاتې نه شي.

ورپسې د ورزشي فدراسیونونو رئیسانو د ورزشکارانو د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د ورزش ریاست له مشرتابه یې وغوښتل چې د ورزشکارانو د ملاتړ په برخه کې له هیڅ راز امکاناتو څخه ډډه ونه کړي.

په پای کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې رئیس نظرمحمد مطمئن د ټولو ورزشي فدراسیونونو له رئیسانو سره ژمنه وکړه‏ چی د لوبو ډګر به له سياسي، ګوندي او ژبني تعصبه پاک ساتو، د لوبغاړو حقونه به ورکوو، لوبغاړي به هڅوو او د لوبغاړو څخه به په هيڅ نوم پيسې نه اخيستل کيږي.

لوبغاړي هيواد ته وياړ راوړي؛ موږ يې درناوی کوو همدا رنگه موږ ژمن یو چې د ورزشکارانو د ستونزو د حل لپاره به اقدام کوو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې له ورزش او ورزشکارانو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 5:49 PM
Background image

The Central Zone Water Polo Selection Competitions

The Central Zone Water Polo Selection Competitions, with the participation of 60 athletes from six provinces of the country, were launched in Kabul by the National Aquatics Sports. . .

Sun, Aug 16 2026 2:58 PM
Background image

in honor of the 24th of Asad,


At the sports festival organized by the Directorate General of Physical Education and General Sports in honor of the 24th of Asad, Afghanistan's Minister of Defense, Mullah Mohammad. . .

BACK TO NEWS