د غزني مرکز کې ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۸
د غزني مرکز کې ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز په پيرزاده کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې حیدرکرا لوبډلې خپلې سیالې فروشګاه لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې درې اونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۳:۴۰
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۳:۳۷
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ناوې ولسوالۍ په ريگستان لوبغالي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ گروپي سيالۍ، چې ۲۰ ورځې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۳:۳۶
Background image

زابل کې د ۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د سیمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې، چې. . .

BACK TO NEWS