زابل کې د ۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۶۰ غېږ نيونکو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د سیمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
په دغو سياليو کې پر مرکز قلات ښار سربېره له ترنک، ميزاني او شينکۍ ولسواليو څخه غېږ نيونکو گډون کړی وو، چې په پايله کې د مرکز قلات ښار غېږ نيونکو په بريا پای ته ورسېدې.
