کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۲۳:۴۰
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ د کلباد امنيه قوم.ندانۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کلباد امنيه قوم.ندانۍ لوبډلې خپلې سيالې محمد علم لوبډلې ته د ۱۴ پر صفر امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو بدني وړتياوو لوړول او د سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۲۱:۲۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د شبرغان ښار په عید محله کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د باچاخان ب لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

پکتيکا؛ مټاخان ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مټاخان ولسوالۍ د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د مېر احمدزي. . .

BACK TO NEWS