لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۷
لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت الينګار ولسوالۍ په منګو ماڼو باغ کلي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۱۶ ورځې مخکې پيل شوې وې د منګو ماڼو باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ورنټا او منګو ماڼو باغ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ورنټا لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۷۰ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د منګو ماڼو باغ لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په شپږم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

د يادو سياليو موخه د نشه یي توکو څخه د ځوانانو لېرې والی او تفريح برابرول وو،

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۵۸
Background image

رسنیز بلنیک!

رسنیز بلنیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۴۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو موخه. . .

BACK TO NEWS