زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د سامبو کورش سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولي له لوري په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې د احمد الله او سمیع الله د کلبونو ۳۴ ورزشکارانو سيالۍ وکړې، چې په پايله کې د احمدالله کلب ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
هېره دې نه وي، چې د دغو سياليو موخه په نوموړي ولايت کې د سامبو کورش ورزش ته وده ورکول ياد شوي دي.