غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ملا احمد پهلوان، فرید پهلوان، شریف پهلوان او ضیا پهلوان په خپلو وزنونو کې بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه دویزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.