د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسيون يوولس کسيزه لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۲۴
د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسيون يوولس کسيزه لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسيون ۱۱ کسيزه ملي لوبډله ( ۷ لوبغاړي او يو څلور کسیز پلاوی) د سوکوهنې پهلوان پوريای ولی جام لومړي پړاو نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته روانه شوه.

په دغه سياليو کې به د افغانستان په استازولۍ اووه سوکوهونکي له ۵۰ تر ۹۰ کيلو وزني کټګورۍ کې د خپلو سيالانو پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

د يادې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش عمومي رياست رييس مولوي احمدالله وثيق ، د المپيکي امور رييس داد محمد پاينده اختري، د المپيک کميټې لومړي مرستيال باور هوتک او نورو ورزشي مسوولينو ګډون کړی وو.

د يادې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې ښاغلي احمدالله وثيق، لوبغاړو ته د اړينو لارښوونو ترڅنګ وويل، «تاسو په دې سیالیو کې د افغانستان استازي ياست، کوښښ وکړئ له خپلو سيالانو سره داسې رويه وکړئ، چې ستاسو له اخلاقو اغيزمن شي او د ښو اخلاقو کپ ګټلو سربېره له مډالونو سره هېواد ته راستانه شئ».

د ۲۰۲۵ سوکوهنې پهلوان پوريای ولي جام لومړی پړاو نړيوالې سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۲۲ هېوادونو ترمنځ د روان کال د اپريل میاشتې پر ۲۶مه نېټه د ايران هېواد په کوربتوب د دې هېواد خوی ښار کې پيل شي، چې د مې میاشتې تر ۳مې نيټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۵
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS