هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۵۲
هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ١٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتحاد یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اتحاد یارانو او سرحدي اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اتحاد یارانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٧ منډو هدف وټاکه. سرحدي اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې ١٠٤ منډې وکړې او د دوو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۲۰:۲۳
Background image

د تېرې اونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د تېرې اونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۲۰:۱۹
Background image

خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کپړي کلي د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۵/۱۷ - ۲۰:۰
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بدن ښکلا فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې په مرکز قلات ښار. . .

BACK TO NEWS