خوست؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په کپړي کلي د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ پیل شوې.
د دغو سياليو پرانیستې لوبه د ټایګر ووشو کرکټ کلب او ذهین کرکټ کلب ترمنځ وشوه، لومړۍ توپوهنه ذهین کلب لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د پنځو لوبغاړو زيان ۱۵۸ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ټایګر ووشو کلب د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۴۳ منډې وکړې او په پنځو ویکټو يې ماتې وخوړه..