زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د بدن ښکلا فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د بدن ښکلا ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سیالۍ، چې په مرکز قلات ښار کې وشوې، په پايله کې درې تنه ورزشکاران د ياد ولايت په کچه منتخبې لوبډلې ته غوره او وټاکل شول.