په هرات کې د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو دوام
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اس ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او کوربتوب د ۱۱ ولايتونو د اس ځغلونکو ترمنځ د اس ځغلونې اووم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو په دوام د نیمه پایلوبې لوبې ترسره شوې.
دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۰۰۰ متره واټن کې ترسره کېږي سبا جمعه به يې پايلوبې ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ يوه اوونۍ وړاندې د هرات ولايت انجيل ولسوالۍ په پل پشتو سيمه کې پيل شوې دي، سبا جمعه به پر لومړي او دويم مقام لوبې وشي، چې د يورغه سبک په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متراه واټن کې د هرات څلور اس ځغلونکي په لومړي مقام سيالۍ وکړي، همداراز به د سرعتي سبک په ۸۰۰ متره واټن کې ننګرهار له کابل ولايت سره او د همدې سبک په ۱۰۰۰ متره واټن کې به پکتيا له پکتيکا سره په لومړي مقام سيالۍ ترسره کړي.
هېره دې نه وي، چې د همدې سياليو پر څلورم او پنځم مقام به هم په دواړو سبکونو او څلورو واټنونو کې د لغمان، هرات، غزني او پکتیکا اس ځغلونکي سيالۍ ترسره کړي، چې پکې پنځه اس ځغلونکي د هرات او درې د نورو ولايتونو دي.
تمه ده چې د دغو سياليو په پايله کې به د ۱۱ ولايتونو ۱۲ لوبډلو څخه چې ټولټال ۱۵۰ اس ځغلونکي او ۱۵۰ اسونه کېږي، په دواړو سبکونو کې ۲۰ اسونه او ۲۰ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
