کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه میانمار ته روانه شوه.

افغانستان به د دې سياليو په G ګروپ کې له کوربه میانمار، سوریې، نيپال او عمان لوبډلو سره لوبې وکړي، چې لومړۍ لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ د روانې ميلادي مياشتې پر ٢٢مه نېټه د کوربه میانمار پر وړاندې ترسره کړي.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق، د فوټبال ملي فدراسيون او د دې ادارې فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد يوسف کارګر، د دې ادارې د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، روزونکو او لوبغاړو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق لوبغاړو ته د اړينو لارښوونو ترڅنګ د افغان لوبغاړو په نړيوالو سياليو کې د غوره لاسته راوړنو يادونه وکړه او له دوی يې هم وغوښتل، چې خپل ټول کوښښ وکړي، ترڅو په يادو سياليو کې ښه وځلېږي او هېواد ته اتلولۍ راوړي.

ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ اسيا جام ته د لارموندنې پړاو سياليو د G ګروپ لوبې به د ميانمار په کوربتوب د روانې نومبر مياشتې پر ۲۲مه نېټه پيل او د همدې مياشتې تر ۳۰مې نيټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS