All News
بغلان؛ پلخمري ښارکې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندوی سیالۍ ترسره شوې
د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د تکواندوی فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د W.T.F تکواندوی سیالۍ، چې دوه ورځې وړاندې د یاد ولایت پلخمري ښار ورزشي. . .
زرنج؛ د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د دغه ولایت د ورزشي ادارې له لوري د ۲۵ (نویو زلمیانو، ځوانو او لویو) ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشونې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې قهرمانان. . .
کندز؛ خان اباد ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو تر منځ د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په خان آباد ولسوالۍ عمومي چمن کې د کورش ازادې سيالۍ تر سره شوې.
په يادو سياليو کې د کندز. . .
لغمان؛ په علیشنګ ولسوالۍ کې د۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په سالاب منځ کلي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیاليو اتلولي قلعه خان لوبډلې خپله کړه.
دغه سيالۍ چې. . .
غزني؛ واغظ لوبډله د واغظ ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتله شوه
د غزني ولایت د ورزش ادارې په همغږۍ د څلورو(واغظ، اندړ، جغتو او قریه قلاتي) لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې د یاد ولایت په واغظ ولسوالۍ کې پیل شوې وې، د واغظ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. . .
ننگرهار؛ په بهسودو ولسوالۍ کې د ټغر ټېب بال کرکټ شپږم پړاو غوره ليک سيالۍ پېل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو تر منځ د ټغر ټېب بال کرکټ شپږم پړاو غوره ليګ سيالۍ پېل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د. . .
زابل؛ په مرکز قلات کې د څلورو لوبډلو تر منځ د توپ ډنډې سيالۍ تر سره شوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د مرکز اړوند صحراني سيمه کې د څلورو لوبډلو تر منځ د توپ ډنډې سيالۍ ترسره شوې.
په يادو. . .
دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د اتحاد سیاه بند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د دغه ولایت د خدیر ولسوالۍ په پشتروق سیمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د اتحاد او همبستګۍ په نوم د فوټبال سیالۍ د اتحاد سیاه بند لوبډلې په. . .
غزني؛ رشیدان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې
د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ سیالۍ، چې دوې ورځې وړاندې د رشیدان ولسوالۍ د بېلا بېلو کلیو ترمنځ پیل شوې وې د عاشور رشیدان لوبډلې په. . .
