کندز کې د ۴۰ تنو ورزشکارانو د WTF تکواندو څوارلسم پړاو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۷
کندز کې د ۴۰ تنو ورزشکارانو د WTF تکواندو څوارلسم پړاو سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د تکواندو فدراسیون په گډه همکارۍ د مرکز او خان اباد ولسوالۍ د درېيو کلبونو د ۴۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو څوارلسم پړاو سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو او په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۲۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو وړتياوو لوړول او تکواندو لوبې ته وده ورکول وو، چې په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري ورزشکارانو ته ورزشي لباسونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۱
Background image

ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۹:۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانوورزشکارانو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

BACK TO NEWS