۴۵ تنه د کونګفو فدراسیون روزونکی په یو روزنیز پروګرام کې د کانکفو نوي قواعد زده کوي.
۴۵ تنه د کونګفو فدراسیون روزونکی په یو روزنیز پروګرام کې د کانکفو نوي قواعد زده کوي.
د کونګفو فدراسیون نن سهار د دریمې درجې روزنیز سیمینار په لاره اچولو سره خپلو روزونکو ته روزنه ورکوي. دغه سيمينار د المپيک د ملي کمېټې د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی او دوه ورځې به په نظري او عملي ډول دوام وکړي. په دې پروګرام کې له کابل، غزني او لوګر ولایتونو څخه ۴۵ روزونکي ګډون لري. دغه پروګرام د کونګفو فدراسیون د تجربه لرونکو استادانو محمد صابر ساعي، حبیب الله فایز، امین عظیمي، ډاکټر فاروق مغلزاده او ابو سفیان ابراهیمي تر څارنې لاندې ترسره کیږي. د سیمینار څخه وروسته به ګډون کوونکي د دریمی درجه سند په ترلاسه کولو سره او کولی شي له مادی او معنوی امتیازاتو څخه ګټه پورته کړي.
