کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ګټو قلعه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ګټو قلعه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ګټو قلعه او ويښ خصوصي ښوونځي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ګټو قلعه لوبډلې د ٣ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ د والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
