کونړ؛ څوکۍ لوبډلې د خاص کونړ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۳:۱۱
کونړ؛ څوکۍ لوبډلې د خاص کونړ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ لۀ لوري، د ياد ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کوزه اراضې سېمه کې د ۱۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خاص کونړ او څوکۍ لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳/۰ مېدانونو په توپير د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده‌.

دغه سيالۍ چې لس ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او سالمه تفريح ياده شوې وه.

هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د زريال خصوصي ښوونځي او د خاص کونړ ولسوالۍ د ځوانانو په مالي همکارۍ ترسره شوې.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۲۴
Background image

هرات کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووينام سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ووينام ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووينام سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو موخه د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۲۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو هاپکیدو سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۲۰
Background image

هلمند؛ بولان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بولان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډأو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د فیضي ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS