کونړ؛ څوکۍ لوبډلې د خاص کونړ ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون د استازولۍ لۀ لوري، د ياد ولايت په خاص کونړ ولسوالۍ کوزه اراضې سېمه کې د ۱۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د خاص کونړ او څوکۍ لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې ۳/۰ مېدانونو په توپير د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ چې لس ورځې يې دوام وکړ، موخه يې ځوانانو تر منځ يووالی او سالمه تفريح ياده شوې وه.
هېره دې نه وي چې يادې سيالۍ د زريال خصوصي ښوونځي او د خاص کونړ ولسوالۍ د ځوانانو په مالي همکارۍ ترسره شوې.
په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.