کونړ؛ په مرکز اسعداباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۳۹
کونړ؛ په مرکز اسعداباد ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په کرهاله سيمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نوآباد لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې نوآباد لوبډلې سيالې کرهالې تسل لوبډلې ته ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۱
Background image

#عکسونه

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ هم په پوره روڼتیا او ډاډمنه فضأ کې پای ته ورسېده.

د دغو سیالیو لیدو ته د هېواد له ګوټ- ګوټ څخه زرګونه مینوال راغلی و او لوبې یې له نږدې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۹:۵۰
Background image

د دودیزې غیږ نیونې بین المللي سیالۍ، دویمه ورځ.

د نندارچیانو شمېر له زرګونو اوښتی، د ٢٥٠٠ کسیز جمنازیوم تر څنګ یو بل جمنازیوم هم له نندارچیانو د ډکېدو په حال کې دی، چې نندارچیان دا لوبې د لوی نصب شوي سکرین په پرده ګوري. د نندارچیانو. . .

BACK TO NEWS