کونړ؛ له تېرو شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۰:۶
کونړ؛ له تېرو شلو کلونو وروسته په لومړي ځل د واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ د مرکز اسعد اباد ښار په نو اباد سيمه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د واليبال منتخبې لوبډلې د ټاکلو سيالۍ پيل شوې.

دا په تېرو شلو کلونو کې لومړى ځل دى چې د دې ولایت د واليبال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره کيږي.

د دغو سياليو په پيل کې څلور لوبي وشوې، په لومړۍ لوبه کې غازي اباد او وټه پور لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې چې ٢-١ میدانونو په توپیر غازي اباد لوبډلې وګټله.

په دوهمه لوبه کې ننګلام لوبډلې ٢-١ میدانونو په توپیر غازي اباد لوبډلې ته ماتې ورکړه، درېيمه لوبه د نرنګ او نواباد لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ٢-١ میدانونو په توپیر د نرنګ لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

او څلورمه لوبه بيا د وخت د کمښت له کبله مساوي اعلان شوه چې نن به بیا ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۸
Background image

کندز کې د فوټبال الف ليگ پيل شو

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليګ پيل شو.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د مهين م.درسې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۵:۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

BACK TO NEWS