کندهار ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۰
کندهار ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند په غازي محمدايوب خان لوبغالي کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.

دغو سياليو، چې يوه ورځ یې دوام وکړ، په پايله کې احمد شاه لومړی، زين الله دويم او هېواد درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

د نويو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله نړۍ والو سیالیو کې د ګډون به موخه ازبکستان ته ورسېده

د نويو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله چې څلور ورزشکاران، دوه روزونکي او دوه هیئتان پکې شامل دي، د تکواندو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته ورسېدل.

له څلور ورزشکارانو څخه به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې تاجکستان ته ماته ومنله

له ۱۷ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا ۲۰۲۶ اتلولي سیالیو خپله وروستۍ لوبه تاجکستان ته د ٣ - ٢ ګولونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې له خپلو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل کې د رزمي ورزشونو پسرلني جام سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۱۰۰ زياتو کلبونو څخه د شاوخوا ۱۰۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پسرلني جام په نوم سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS